کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران لوی سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون پرانیستل شو

14 حوت 1401 ساعت 16:32

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې په کابل کې د ایران د سوداګرۍ مرکز او دایمي نندارتون پرانیستل د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو بنسټیز ګام دی.


آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن یکشنبه (د حوت ۱۴ مه) په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریز مرکز او دایمی نندارتون جوړول د افغانستان لپاره یو بنسټیز ګام دی او د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا سبب کیږي.
 
په کابل کې د ایران سفارت زیاته کړه چې دا مرکز به د افغان سوداګرو لپاره یو ځای وي چې له ایراني توکو او تولیداتو سره اشنا شي.
 
تر دې مخکې د ایران سفارت په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د ایران د ستر سوداګریز مرکز د پرانیستلو په هدف د ایران یو سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره نږدې او دوستانه اړیکې لري او دغه هیواد د څه باندې ۵ میلیونو افغان مهاجرینو کوربه دی او د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 266500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266500/په-کابل-کې-د-ایران-لوی-سوداګریز-مرکز-او-دایمي-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com