کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایران سفارت:

د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید د افغانستان د بې ثباته کولو په موخه شوی دی

19 حوت 1401 ساعت 13:00

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بلخ ولایت پر دفتر ځانمرګی برید او د مولوي محمد داوود مزمل وژنه په کلکو ټکو وغندله او دا ډول کړنې یې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې يي وبللي.


آوا - په کابل کې: د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د پنجشنبې په ماښام (حوت ۱۸) د یو ټویټ په خپرولو سره په بلخ ولایت کې تروریستي پېښه غندلې ده.
 
په افغانستان کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (حوت ۱۸) هغه تروریستي پېښه چې د بلخ د والي ملا محمد داوود مزمل د وژل کېدو لامل شوه، غندلې ده.
 
په افغانستان کې د ایران سفارت د افغانستان د بې ثباته کولو په هدف د تاوتریخوالي کړنې ارزولي دي.
 
د مزارشريف ښار په پنځمه ناحيه کې د بلخ د والي د دفتر په دويم پوړ کې پرون سهار شاوخوا لس بجې له ځانمرګي بريد وروسته د بلخ والي محمد داوود مزمل او يو بل تن وژل شوى دى.
 
داعش ترهګرې ډلې د اعماق خبري اژانس د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.


د مطلب کود: 266724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266724/د-بلخ-والي-پر-دفتر-ځانمرګی-برید-افغانستان-بې-ثباته-کولو-په-موخه-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com