کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د ایران او سعودي عربستان تر منځ د شوې هوکړې هرکلی کړی دی

20 حوت 1401 ساعت 15:49

د اسلامی امارت دبهرنیو چارو وزارت د ایران او سعودی عربستان ترمینځ په دوو میاشتو کښې د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو د موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل دغه اقدام په سیمه کښې د صلحې او ثبات د رامینځته کولو لپاره مهم دی .


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار (کب ۲۰) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی کوي، یو مثبت او په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بولي.
 
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو او همکارۍ له پراختیا سره مرسته کوي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چین د ولسي جمهوریت له هڅو مننه وکړه چې د سیمې د ثبات لپاره یې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ.
 
باید وویل شي، چې تهران او ریاض د چین په منځګړتوب په دوو میاشتو کې د خپلو اړیکو د بیا پیلولو هوکړه کړې ده.
 


د مطلب کود: 266761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266761/اسلامي-امارت-د-ایران-او-سعودي-عربستان-تر-منځ-شوې-هوکړې-هرکلی-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com