کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو په مزارشریف کې د خبریالانو په غونډه کې ترهګریز برید وغانده

21 حوت 1401 ساعت 10:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) په مزارشريف کې د تبیان د ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو د مرکز او د آوا په دفتر کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې په اړه د نړيوالو غبرګونونو په دوام، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) د خبريالانو پر غونډې بريد په کلکو ټکو غندلې دى.


آوا - مزارشریف: یوناما پرون (شنبه، کب ۲۰) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې پر خبریالانو برید «د نه منلو وړ پېښه» ده او تاوتریخوالی باید ودرول شي.
 
یوناما دا هم لیکلي چې افغان خبریالان "لوړ زړورتیا" ښيي او باید خوندي وساتل شي.
 
په مزارشريف كې د تبيان د مركز او آوا باندي، پرون شنبه د کب ۲۰ یو تروریستي بريد ترسره شول. د شهيدانو او ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه وروستي راپورونه ښيي چې ۳ کسان شهیدان شوي او ۳۰ ټپیان دي، چې د دغو تلفاتو یوه مهمه برخه خبریالان دي. په دې پيښه کې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
زمونږخبریال وایی دغه چاودنه نن سهار لس نیمې بجې د(تعلیم، رسنیو او کلتور ترویج) په نامه د کنفرانس له پیلیدو نه نیم ساعت وروسته ترسره وشوه.
 
له دې چاودنې وروسته د مراسمو د ځای ټولې ښیښې او کړکۍ، چې په مرکز کې وې، ماتې شوې دي.
 
له چاودنې وروسته ټپيان او هغه کسان چې روغ پاتې وو، په بيړه د دفتر څخه ووتل او ټپيان په بيړه روغتون ته يووړل شول. د امنیتي ځواکونو په رسیدو سره سیمه کلابنده شوې وو او وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې وو.
 
که څه هم امنيتي سرچينې په دې چاودنه کې د يو تن د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو روغتون او سيمه ييزو سرچينو د آوا له خبريال سره په خبرو کې ويلي، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 266801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266801/ملګرو-ملتونو-په-مزارشریف-کې-د-خبریالانو-غونډه-ترهګریز-برید-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com