کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګوتریش او زرداري د یوه سوله ییز افغانستان پر اهمیت ټینګار وکړ

21 حوت 1401 ساعت 14:08

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان د اهمیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.


آوا - کابل: په امریکا کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشی انتونیو ګوترش سره وکتل او د افغانستان د وضعیت په ګډون یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
 
دواړو لورو د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان پر اهمیت موافقه وکړه.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د بشري مرستو د رسولو او ثبات ته د ودې ورکولو لپاره یې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه، په دې کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمنه محمد د سفر ملاتړ او د ښځو پر تعلیم او کار د وروستیو محدودیتونو د لرې کولو هڅې شاملې دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسلامي همکارۍ سازمان د مشر په توګه د پاکستان د رول ستاينه وکړه او د ٧٧ (پرمختيايي هېوادونو) په ډله کې يې د خپلې صدارت په بريالۍ پای ته رسولو او چين ته يې ستاينه وکړه.
 


د مطلب کود: 266820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266820/ګوتریش-او-زرداري-د-یوه-سوله-ییز-افغانستان-پر-اهمیت-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com