کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي

22 حوت 1401 ساعت 11:26

د افغانستان مرکزي بانک وايي، د افغانیو د ارزښت د ساتلو او د بهرنیو اسعارو د تنظیم په موخه به نن دوشنبه (کب ۲۲) ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي.


آوا - کابل: دغه بانک په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې وړ بانکونه او د پیسو د تبادلې او پیسو خدماتی شرکتونه کولای شی په داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
 
د هیواد مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک د شنبې په ورځ (کب ۲۰) ۱۵ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلورل.
 
د یادولو وړ ده؛ وخت په وخت، مرکزي بانک د اسعارو د بازار د ثبات لپاره ډالر د لیلام له لارې پلوري


د مطلب کود: 266868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266868/مرکزي-بانک-۱۶-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com