کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال د طبیعي پېښو له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

23 حوت 1401 ساعت 9:53

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي دې ته په اشارې سره چې سږ کال په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي، زیاته کړه چې دا مهال د افغانستان ۲۲ ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سږ کال د طبیعي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
 
د دغه وزارت چارواکي په کابل کې د «طبيعي پېښو د خطر د کمولو پروژې د لاسته راوړنو» تر نامه لاندې د ملي کنفرانس په څنډه کې وايي چې په روان لمريز کال کې په هېواد کې شاوخوا يوولس زره کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس ملا جانان سایق وویل: "په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۰۹۶ تنه وژل شوي، ۲۱۵۷ تنه ټپیان شوي او ۱۰۸۰۶ کورونه ویجاړ شوي دي."
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي زیاتوي، چې اوسمهال د هېواد ۲۲ ​​ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.
 
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د حکومت د بهرنیو اړیکو رئیس شمس الدین حقیار وايي:«سږکال طبیعي پېښو د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي او دا ولایتونه اوس له طبیعي آفتونو له ګواښ سره مخ دي.
 
تر دې مخکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په تېر کال کې دغه وزارت د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوې ۱۳۳ زره کورنۍ ثبت کړې دي.
 


د مطلب کود: 266912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266912/سږ-کال-د-طبیعي-پېښو-له-امله-تر-۱۰۰۰-ډېر-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com