کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت پلاوی د کډوالو د ستونزو د څیړلو په موخه ایران ته تللی

23 حوت 1401 ساعت 11:47

آوا ته د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تاییدوي چې د دغه وزارت یو پلاوی په تهران کې د افغان کډوالو د ستونزو د څیړلو او په تهران کې د اسلامي امارت په سفارت کې د دغه وزارت د کارونو د ارزونې په موخه د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی د آوا خبریال ته تایید کړه چې د دغه وزارت یو پلاوی د کډوالو چارو وزارت د داخلی تفتیش د رییس مولوی محمد جان خدرخیل په مشرۍ د دغه وزارت له لوری د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د داخلی معینیت د رییس په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د څیړلو په موخه ایران ته سفر کړی دی.
 
حقاني زیاته کړه چې د دغه سفر موخه د افغان کډوالو د ستونزو څیړل او په تهران کې د اسلامي امارت په سفارت کې د دغه وزارت د کارونو ارزونه ده.
 
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې سلګونه افغان بندیان د دوه اړخیزې هوکړې له مخې افغان حکومت ته سپارل شوي او پاتې نور یې په افغانستان کې تېرېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د اسلام کلا له پولې څخه سلګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او په میلیونونو افغانان د بې وزلۍ او بېکارۍ په څېر دلایلو په خاطر په ایران کې مېشت دي.
 


د مطلب کود: 266923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266923/د-اسلامي-امارت-پلاوی-کډوالو-ستونزو-څیړلو-په-موخه-ایران-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com