کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت: د خوراکي توکو د بیو د راټیټولو هڅې روانې دي

23 حوت 1401 ساعت 14:33

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي د نوروز او روژې په مناسبت په هېواد کې د خوراکي او تېلو د بیو د راټیټېدو خبر ورکوي او وایي، هڅې روانې دي چې د خوراکي توکو بیې نورې هم ټیټې شي، څو خلک وکولای شي خوراکي توکي د دوی د اړتیا مطابق واخلي.


آوا: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د آوا خبریال ته وویل چې د اسلامی امارت د اقتصادی تګلارې او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اقتصادی تګلارې له امله په هیواد کې بیې کمي شوې دی.
 
جواد وويل، تېر کال د يوې ګونې اوړو بيه له ٢٥٠٠ افغانۍ وه او اوس ١٨٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده. دغه راز د اوړو او وريجو بيه هم راټيټه شوې ده.
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې د بیو د راټیټولو هڅې یې تر پخوا ډېرې روانې دي او ډېر ژر به بیې راټيټې شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خانجان الکوزي د آوا خبريال ته وويل چې دغه اداره هڅه کوي چې د خلکو د پېرودلو ځواک ته په پام سره بيې راټيټې کړي.
 
په ورته وخت کې د کابل ښاریان وايي، چې د اوړو، غوړیو، ګازو او بورې په بیو کې بدلون راغلی، خو هیله لري چې نوره هم راټيټه شي، ځکه خلک لا هم د اړتیا وړ توکي نه شي اخیستلی.
 
د کابل ښار اوسېدونکي مصطفی آوا ته وويل، چې نن د ځينو خوراکي توکو بيې راټيټې شوې او تمه لري، چې د نورو توکو بيې هم راټيټې شي.
 
دا مهال د يوې پنځوس کيلويي بورۍ اوړو بيه ١٩٠٠ افغانۍ، د يوې لس کيلويي بورۍ غوړيو بيه ١٠٥٠ افغانۍ، د اووه کيلو بورې بورې بيه ٤٠٠ افغانۍ، د يو کيلو ګازو بيه ٥٨ افغانۍ او د يوه کيلو بورې بيه ٦٠ افغانۍ ده.
 
یو شمېر سوداګرو هم ویلي، چې د نړۍ په بازارونو کې د خوراکي او تیلو بیې نه دي راټيټې شوې، خو په افغانستان کې د اومو موادو د بیو د راټیټولو هڅې روانې دي.
 
د پوهانو په خبره، کله چې د دولتي بنسټونو له لوري په بازار کې نرخونه په جدي توګه وڅېړل شي، نرخونه به نه لوړېږي، ځکه په تېر کې به پلورونکو د خامو توکو بيې لوړې کولې او په دې برخه کې هېڅ ډول څارنه نه کېده.
 


د مطلب کود: 266936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266936/د-صنایعو-او-سوداګرۍ-وزارت-خوراکي-توکو-بیو-راټیټولو-هڅې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com