کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک: ۱۷ میلیونه ډالره به سبا لیلام شي

23 حوت 1401 ساعت 16:01

د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د افغانیو د ارزښت د ثبات په موخه به د چهار شنبې په ورځ (۱۲/۲۴/۱۴۰۱) په یوه لیلام کې (۱۷) میلیونه امریکایي ډالره وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبه، کب ۲۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د پیسو د تبادلې له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
مرکزي بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په نغدو پیسو د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 


د مطلب کود: 266950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266950/د-افغانستان-مرکزي-بانک-۱۷-میلیونه-ډالره-سبا-لیلام-شي

آوا
  https://www.avapress.com