دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 266995
سویډن د افغانستان له خلکو سره ۷.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې سویډن د افغانستان له خلکو سره ۷،۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن چهارشنبه (کب ۲۴) په یوه ټویټ کې ویلي چې د سویډن دغه مرسته په افغانستان کې تر ټولو زیانمنو شویو خلکو ته ځانګړې شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په دې مرستو سره سویډن د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې په ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت د هواري لپاره سږ کال د ۶۱۳ میلیونه ډالرو مرستې پلان وړاندې کړی دی.
 
د «UNHCR» د راپور له مخې، دغه رقم د ۷،۹ میلیونو کسانو د مرستې غوښتنه شوې، چې ۵،۲ میلیونه یې افغان کډوال دي او نور ۲،۷ میلیونه یې په ټوله سیمه کې د دوی سیمه ییز کوربه دي.
 
https://avapress.com/vdccoeqip2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته