کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي پرمختګونه څیړي

25 حوت 1401 ساعت 15:19

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ۴۹مې غونډې په څنډه کې به د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او کتنه وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان به د مارچ په ۱۶ او ۱۷ د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په ۴۹مه غونډه کې چې د اعتدال تر عنوان لاندې جوړه شي، غونډه وکړي.
 
په دې لړ کې به د وزيرانو شورا د غونډې په څنډه کې ځانګړې غونډه وکړي او په بېلابېلو موضوعاتو به د نظر تبادله وکړي.
 
د دې غونډې د اجنډا په سر کې د افغانستان پرمختګونه دي.
 
د افراطیت، ترهګرۍ، فلسطین، جمو او کشمیر، د مالي ساحل سیمه، د روهینګیا د بشري حقونو سرغړونه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ساینسي، بشري مسایل، د سازمان په غیر غړو هیوادونو کې د اقلیتونو او مسلمانو ټولنو وضعیت، د نورو موضوعاتو تر څنګ اسلامي همکاري او اسلام فوبیا به تر څيړني لاندي ونيول شي.


د مطلب کود: 267037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267037/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-په-افغانستان-کې-وروستي-پرمختګونه-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com