دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 267037
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي پرمختګونه څیړي
د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ۴۹مې غونډې په څنډه کې به د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او کتنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان به د مارچ په ۱۶ او ۱۷ د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په ۴۹مه غونډه کې چې د اعتدال تر عنوان لاندې جوړه شي، غونډه وکړي.
 
په دې لړ کې به د وزيرانو شورا د غونډې په څنډه کې ځانګړې غونډه وکړي او په بېلابېلو موضوعاتو به د نظر تبادله وکړي.
 
د دې غونډې د اجنډا په سر کې د افغانستان پرمختګونه دي.
 
د افراطیت، ترهګرۍ، فلسطین، جمو او کشمیر، د مالي ساحل سیمه، د روهینګیا د بشري حقونو سرغړونه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ساینسي، بشري مسایل، د سازمان په غیر غړو هیوادونو کې د اقلیتونو او مسلمانو ټولنو وضعیت، د نورو موضوعاتو تر څنګ اسلامي همکاري او اسلام فوبیا به تر څيړني لاندي ونيول شي.
https://avapress.com/vdcae0nu049niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته