دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 267045
د روان کال له پیل راهیسې تر یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې له سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په نورو هېوادونو کې له مېشتو ټولو افغان کډوالو غوښتي، چې هېواد ته ستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان نن پنجشنبه د کب په ۲۵مه د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په تېر یوه کال کې له یو میلیون څخه زیات افغانان بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
 
حقاني زياته کړه چې هېواد ته له راستنو شويو کډوالو سره نغدي مرستې وشوې او ډېرى يې د دغه وزارت او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
 
دمهاجرينو د چارو وزارت وياند زياتوي چې دغه کسان په بيلابيلو ولايتونو کې ددغه وزارت رييسانو ته معرفي شوي دي او وخت په وخت له دوى سره دمرستندويه بنسټونو په همکارۍ هراړخيزه مرسته کيږي.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان په پرتله د سیمې او بهر هیوادونو کې د مهاجرینو ستونزې ډیرې دي، نو له همدې امله له ټولو مهاجرینو څخه غواړي چې بیرته هیواد ته راستانه شي.
 
د کډوالو چارو وزارت د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شمېرو له مخې له ایران څخه د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۸۸۰ تنه هېواد ته راستانه شوي چې له دې جملې څخه ۲۳۰ تنه یې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته د مرستې رسولو لپاره معرفي شوي دي. .
 
په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو څخه ۱۷۳ ښځو او ۹۷ تنو نارینه وو د دې موسسې تر مدیریت لاندې د خیاطۍ ۵ میاشتنی روزنیز کورس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ډېری وګړي د بې وزلۍ او لوږې په څېر د ستونزو له امله مهاجرت کوي او همدا اوس په ميليونونو افغانان ګاونډيو هېوادونو، سيمې او اضافي سيمې ته کډوال شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxae8iuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته