دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 267046
د بلخ نوى والي: هېڅ مامور په شخصي جامو کې نه شي کولاى خلکو ته ستونزې جوړې کړي
د بلخ ولايت سرپرست مولوي محمد يوسف وفا د دغه ولايت د ولسواليو له ولسوالانو او امنيه قوماندانانو سره په کتنه کې وويل، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او خپلې دندې په سمه توګه سرته ورسوي. هغه زياته کړه، چې په شخصي جامو کې هېڅ امنيتي مامور او مجاهد نه شي کولاى، چې خلک وځیروی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت له نوی رئیس حاجی محمد یوسف وفا سره د سیمه ییزو چارواکو په لیدنه کې د دغه ولایت د ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې او خپل نظریات یې ورسره شریک کړل.
 
هغه زیاته کړه، بلخ د افغانستان یو مهم ولایت دی او مخکیني والي محمد داوود مزمل ټولې ادارې په ښه توګه مدیریت کړې، چې دا بهیر باید دوام ومومي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بلخ والي د بلخ ولايت ټولو سيمه ييزو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د مشرانو په اطاعت سره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د خلکو په صادقانه توګه خدمت وکړي.
 
ویل شوي، چې نوموړي د سیمه ییزو چارواکو د ستونزو او غوښتنو په حل کې د مرستې ژمنه کړې ده.
 
باید وویل شي، چې په تېرو دوو اونیو کې بلخ ولایت د دوو ترهګریزو بریدونو شاهد و. په لومړي برید کې چې تېره اونۍ ترسره شو، د دغه ولایت پخوانی والي محمد داوود مزمل په نښه او ووژل شو. په یوه بل ترهګریز برید کې چې د شنبې په ورځ سهار وختي د تبیان مرکز او د افغان غږ خبری آژانس په دفتر ترسره شو، څه د پاسه څلویښت تنه شهیدان او ټپیان شول.
 
داعش ترهګرې ډلې د دواړو بریدونو مسولیت منلی دی.
https://avapress.com/vdcay0nui49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته