دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 267062
د متحده عربي اماراتو د علماوو یو پلاوی کابل ته سفر کړی
د دولتي رسنیو د راپور پر اساس د متحده عربي اماراتو د علماوو یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: کابل ته د متحده عربي اماراتو د علماوو د یوه پلاوي په راتګ سره د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې روانې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسلامي امارت توانېدلی چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي.
 
رحمت الحق فاضل; په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: متحده عربي امارات او افغانستان ژورې ديني، فرهنګي او تاريخي اړيکې لري او له دې لارې به ښه شي او سياسي پرمختګ به هم وشي.
 
د متحده عربي اماراتو د علماوو د سرتاسري شورا مشر هم وویل، دغه پلاوی د افغانستان له سرپرست حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
دا سفر وروسته له هغې کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کونسلګرۍ مسوولیت د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته وسپارل شو.
 
تر دې مخکې د هېواد د سترو هوايي ډګرونو د سمبالښت مسوولیت یوې اماراتي شرکت ته سپارل شوی و. دا په داسې حال کې ده چې ترکيې او قطر هم هڅه کوله چې دغه سيمه ونيسي.
 
امارات یو له هغو دریو هیوادونو څخه و چې په لومړۍ دوره کې یې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپیژاند. خو په دې موده کې یې اسلامي امارت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
په ورته وخت کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته متحده عربي اماراتو اشرف غني او د تېر حکومت نور تښتېدلي چارواکي ومنل. ویل کیږي چې اشرف غني اوس هم په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdciqyarrt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته