دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 267075
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه متفقه پرېکړه لیک کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دغه سازمان (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (کب ۲۵) ۲۶۷۸ نمبر پریکړه لیک تصویب کړ او په افغانستان کې یې د یوناما کار د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې وغځاوه.
 
د یوناما د ماموریت د تمدید طرحه د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۵ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې رای اچونې ته وړاندې شوه او د دې غونډې غړو موافقه وکړه چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷ نیټې پورې وغځوي.
 
دې شورا په افغانستان کې د یوناما د کار د غځولو د منظورۍ ترڅنګ د افغانستان په تړاو یو پرېکړه لیک هم تصویب کړ.
 
په دغه پریکړه لیک کې د امنیت شورا په ټول افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو، بودیجې او پروګرامونو پر دوامداره شتون هم ټینګار کړی او په افغانستان کې یې له ټولو سیاسي فعالانو او ښکیلو اړخونو او نړیوالو فعالانو څخه غوښتي چې له یوناما سره همکاري وکړي.
 
دغه پریکړه لیک همدا راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي چې په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او په سیمه ییزه کچه د یوناما د ماموریت د تطبیق په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي.
 
د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي او د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ باندې د دغې شورا پر ټینګې ژمنې ټینګار شوی دی.
 
د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د پنجشنبې په ورځ د حوت په ۲۵مه جوړه شوه.
 
په افغانستان کې یوناما په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تاسیس شوه.
 
https://avapress.com/vdccmmqip2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته