کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا لسګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي

27 حوت 1401 ساعت 13:25

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې امریکا ۲۳۴ افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي.


آوا - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا د افغان ماشومانو د سپارلو د ستونزو په غبرګون کې چوپه خوله دی.
 
بیانیه زیاتوي چې امریکا ته د لېږدول شویو ماشومانو په منځ کې واشنګټن ۲۳۴ ماشومان له مور او پلار څخه جلا کړي او ۴۲ نور ماشومان د هغوی له رضایت پرته پالنې ته پرېښودل شوي دي.
 
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ټولټال ٨٢ زره افغان کډوالو څخه يواځې ٤٥٠٠ ته يې په امريکا کې د کډوالۍ حيثيت ورکړل شوى او پاتې نور يې د امريکا د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ ايستل شوي دي. د کانګرس پریکړيپراساس دوي یوازې د دوو کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو حق لري.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د حکومت پر تګلارې، یعنې بندیزونه، د ملي زیرمو بندول، د نړیوالو بشري مرستو د بندولو ګواښونه او د غربي موډل له مخې د بشري حقونو په رعایت ټینګار، له کابل څخه د واشنګټن ښکاره تورونه بللي دي.
 


د مطلب کود: 267093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267093/امریکا-لسګونه-افغان-ماشومان-له-خپلو-کورنیو-جلا-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com