دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 267113
په شمال کې ژورنالیستانو ته ننګونې؛ د ژوند له ګواښونو څخه نیولي و معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي پورې
د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په شمال او شمال ختيځ کې خبريالان وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې او د ژوند د خونديتوب په اړه اندېښنې هغه لويې ننګونې دي چې د دوی د کار پر وړاندې خنډ ګرځي او حکومت بايد دې مسئلې ته پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: په هیواد کې د حوت له ۲۷مې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په فاریاب کې خبریال علاؤالدین اریکین افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې خبریالان یو زیان منونکې ډله ده او حکومتونه مکلف دي چې د هغوی ساتنه وکړي، تر څو له خپلو حقونو څخه بې برخې نه شي او له قانون څخه برخمن شي.
 
ایرکین زیاته کړه: په هیواد کې د خبریالانو په وړاندې وروستۍ پیښې ښیي چې دغه زیانمنونکې ډله د هرې ورځې په تیریدو سره له خطر سره مخ ده او د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د ژوند د ژغورلو او پر وخت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي هڅې وکړي.
 
په همدې حال کې د تخار ولایت خبریال صدام حسین بشاش له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په دې ولایت کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ورځې شپې سبا کوي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
 
په مزارشريف كې خبريال محمد رفيع حيات هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل، خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي او بايد د هغوى وضعيت ته پاملرنه وشي.
 
همدارنګه په بلخ کې یوه خبریال عزیز کریمي هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: کاش چې په دې ورځ د خوښۍ پیغام وای او د ښې راتلونکې په هیله شيي، خو له بده مرغه داسې نه ده. په راتلونکي کې د تیارو او نا امیدۍ پرته بل څه نشته.
 
هغه زیاته کړه: زما په شمول زما په لسګونو همکاران ځوریدلي، ژوبل شوي، ذلیل شوي، شکنجه شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي او اوس نه پوهیږي چې چیرته او څنګه خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کړي.
 
کريمي زياته کړه: خبريالان د خپل هېواد په هيڅ برخه کې د خونديتوب احساس نه کوي او هره لحظه يې په ويره او ترور کې تيريږي. زه امید لرم چې دا تورې ورځې به پای ته ورسیږي او داسې ورځې به بیا ونه وینو.
 
په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو مرکز (AFJC) هم نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هېواد کې د خبريالانو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده.
 
د خبريالانو ملي ورځ په داسې حال کې رانژدې کېږي چې تېره اوونۍ په مزارشريف کې د خبريالانو پر يوه غونډه د تروريستي بريد له امله په بلخ کې د افغان غږ خبری آژانس خبريال حسين نادري او د ژورناليزم محصل اکمل نظري ووژل شول او لس تنه نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdcfyed0mw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته