افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمی قمی، د هغه مرستیال او ورسره مل پلاوی د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوی امیر خان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست داسلامي امارت دوروستيو لاسته راوړنو، سياسي پرمختګونو او داسلامي امارت دتجارتي اواقتصادي وضعيت په باب خبرې وکړې او داسلامي امارت په واک کې يې دافغان بنديانو په سپارلو کې له ايران څخه مننه وکړه چې اوس هم دوام لري .
له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمی قمی ډاډ ورکړ چې ایران لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.
حسن کاظمي قمي زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان محصولات او مېوې په ښه قیمت وپېري او د کرنې د پراختیا په برخه کې له افغان بزګرانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې پر سیمه ییزو او اوسنیو مسایلو د بحث ترڅنګ د سوداګرۍ د ودې او د اورګاډي پټلۍ د کار د ګړندي کولو په اړه هم مفصلې خبرې وشوې.
خو د ایران سفیر هم د خیر او شر د مخنیوي د وزارت له سرپرست شیخ محمد خالد حنفي سره په کتنه کښې وویل چې د مظلومانو ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت ویاړ دی او د اسلامي جمهوریت د سفارت سپارل د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ویاړ دی.
هغه ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ هیواد په چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوي چې د ایران په چارو کې لاسوهنه وکړي.