کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت مشر د بنګو پر کښت بندیز ولګاوه

28 حوت 1401 ساعت 10:20

د اسلامي امارت د چارو ادارې اعلان کړی چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې د بنګو (چرس) کښت منع شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول هیواد کې د بنګو کښت په مطلق ډول حرام اعلان کړی او له دې وروسته به هیڅوک نه شي کولای چې د بنګو کښت وکړي.
 
د دغه فرمان له مخې چې د شنبې په ورځ (کب ۲۷) خپور شو، د سرغړونکو فصلونه به له منځه وړي او د اسلامي امارت په محکمه کې به محاکمه او مجازات کیږي.
 
د اسلامي امارت مشر د کورنیو چارو وزارت او د حکومت د تحقیقاتو څانګو ته امر کړی چې مجرمین محکمې ته وړاندې کړي.
 
مخدره مواد په دودیز ډول په افغانستان کې له چرسو څخه جوړیږي. په ځینو هیوادونو کې، دا نبات په صنعتي توګه هم کارول کیږي.
 
تېر کال د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې د کوکنارو په کښت، تولید او خرڅلاو بندیز ولګاوه.
 


د مطلب کود: 267134

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267134/د-اسلامي-امارت-مشر-بنګو-پر-کښت-بندیز-ولګاوه

آوا
  https://www.avapress.com