کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال: د شیعه ګانو ستونزې به په دولتي ادارو کې حل شي

28 حوت 1401 ساعت 10:30

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د شيعه کميسيون له غړو سره په کتنه کې د افغانستان د خلکو ترمنځ په يووالي او پيوستون دټينګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دولتي ادارو ته به دشخړو د حل کولو حکم وکړي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د رئیس الوزرا دفتر د افغانستان د شیعه ګانو د کمیسیون له یو شمیر غړو سره د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
د رئیس الوزرا دفتر وايي، د دغه کمېسیون غړو محمد امیر بازل او علي اکلي د افغانستان د شیعه ګانو ستونزې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او هغوی ته یې له اسلامي اما رت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د اتباعو پر یووالي او پیوستون د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د شیعه وګړو د ستونزو د حل لپاره به دولتي ادارو ته امر وکړي.
 
د رئیس الوزرا دفتر زیاته کړه چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل: اوس د دې وخت دی چې ټول قومونه د افغانستان د آبادۍ او سوکالۍ لپاره له یو بل سره لاسونه یو کړي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هیچا تر منځ هیڅ تبعیض او اختلاف نشته.


د مطلب کود: 267137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267137/د-رئیس-الوزرا-دفتر-سیاسي-مرستیال-شیعه-ګانو-ستونزې-په-دولتي-ادارو-کې-حل-شي

آوا
  https://www.avapress.com