دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 267138
په مزارشريف کې د نوروز لمانځلو په اړه پرېکړه نه ده شوې
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې په مزارشريف کې د نوروز د نمانځلو په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګی او هنری څانګې مشر ذبیح الله آریایی نن (یکشنبه، کب ۲۸) په مزارشریف ښار کې د نوي لمریز کال د رارسیدو په مناسبت تر اوسه د  نوروز د مراسمو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
 
خو هغه زياته کړه، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مشاعرې او نندارتون د جوړولو پلان لري، خو تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو نېټه نهايي شوې نه ده.
 
آريايي ټينګار وکړ چې اوسمهال له بهر څخه هم يو شمېر مېلمانه مزارشريف ته راغلي، خو معلومه نه ده چې د نوروز د پروګرامونو لپاره راغلي دي او که د بلخ ولايت د لرغونو سيمو د ليدنې لپاره.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تسلط مخکې هر کال د نوروز په لومړۍ ورځ د حضرت علي (ع) په زیارت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون سره دودیز مراسم ترسره کیدل او بیرغ پورته کیدل او د مزارشریف ښار په زړه کې دا بیرغ د څلویښتو ورځو لپاره پورته وو.
 
https://avapress.com/vdcc1mqi42bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته