دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 267156
مالیې وزارت پر خامو موادو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه کم کړ
د مالیې وزارت وایي: د اسلامي امارت د رهبرۍ او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو په روان کال کې په هیواد کې د اومو موادو ګمرکي محصول له ۵۰٪ څخه ۷۰٪ ته راټیټ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مالیې وزارت نن یکشنبه (کب ۲۸) په ټویټر کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې یوازې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د ۶ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت په ګمرکونو کې د افغانیو عواید کم شوي.
 
د مالیې وزارت په داسې حال کې د خامو موادو په ګمرکي محصول کې ۷۰ سلنه کموالی اعلانوي، چې یاد وزارت د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د افغانستان له ګمرکونو څخه ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ادعا کړې چې د ګمرکونو په عوایدو کې بې ساري زیاتوالی ښيي چې ګمرک ته مسلکي او ژمن کارکوونکي ګمارل شوي، د فساد کچه صفر ته رسیدلې او په ګمرکونو کې بشپړ شفافیت رامنځ ته شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccpmqie2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته