دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 267158
د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدیر ووژل شو
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدیر عبادالله په مرموز ډول وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې نن (یکشنبه، کب ۲۸) شاوخوا ۳ بجې د آقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر عبادالله د اقچې ولسوالۍ د خرابت په کوڅه کې د بیت المقدس په جومات کې په چړو وهل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د دې قضيې لامل او عاملين نه دي مشخص شوي او د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې د نوموړي د وژنې عاملين وپيژني او مجازات کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې عبادالله شپږ ورځې وړاندې د آقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو د مدیر په توګه معرفي شوى و.
 
https://avapress.com/vdcenf8wvjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته