کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ په مزارشریف کې د آوا خبري آژانس په دفتر کې تروریستي برید په کلکه وغانده

28 حوت 1401 ساعت 16:45

په مشهد مقدس کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د کب د ۱۱مې د مزارشریف ښار د تبیان په مرکز او آوا خبري آژانس تروریستي برید په کلکه وغانده.


آوا - مقدس مشهد: په مشهد کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ په مزارشریف کې د آوا پر دفتر دغه ناوړه برید په کلکه غندي چې پکي د رسنيو لسګونه همکاران ټپيان او شهيدان شول، په دې سختو شېبو کې دغه اداره د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټپيانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې روغتيا هيله کوي."
 
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په مزارشریف کې د دغه هېواد قونسلګرۍ هم دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند هم په یوه ټویټ کښې په مزار شریف کښې د خبریالانو په مینځ کښې چاودنه په کلکه غندلې ده.
 
د وروستیو شمېرو له مخې د دغې خونړۍ چاودنې په پایله کې ۲ خبریالان شهیدان او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 267163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267163/په-مشهد-کې-د-افغانستان-جنرال-قونسلګرۍ-مزارشریف-آوا-خبري-آژانس-دفتر-تروریستي-برید-کلکه-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com