کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په څه کم یوه کال کې ۳۶۴ اداري پروسې ساده کړي

29 حوت 1401 ساعت 10:55

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د "دولتي ادارو د پروسو د ساده کولو د هوکړه لیک د لاسلیکولو" په خبري کنفرانس کې وویل، چې د جمهوري ریاست له ۲۰ کلونو څخه په ۱۲ کلونو کې دغې ادارې ۱۷۶ پروسې ساده کړي؛ خو د اسلامي امارت په حکومت کې او له یوه کال څخه په کمه موده کې دغې ادارې ۳۶۴ پروسې ساده کړي دي.


آوا - کابل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاستونو، د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د پروسو د ساده کولو په موخه د تقابل تړون د لاسلیک پروګرام د يادو رياستونو د مشرتابه ترمنځ پرون یکشنبه د حوت په ۲۸مه، د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د حکومت له لوري لاسلیک شو.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نن په دې غونډه کې وویل چې له پیله یې د خلکو لپاره د اداري بهیر د اسانه کولو هڅه کړې او په دې برخه کې هڅه کوي چې دغه پروسې نورې هم ساده کړي.
 
هغه زياته کړه، چې د دغه وزارت مسوولين دې په خپلو ادارو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو پروسه پلې کړي، څو د خلکو ستونزې په لنډ وخت کې حل شي.
 
ندیم زیاته کړه، چې دغه اوږد بهیر په دولتي ادارو کې د فساد لامل شوی دی. اوس دې کار په دفترونو کې فساد له منځه وړی او دوی هڅه کوي چې نورې پروسې هم ساده کړي.
 
د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس مولوي غلام حيدر شهامت په دې اړه وويل: د جمهوري رياست په ديارلسو کلونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست په ټوليزه توګه ١٧٦ پروسې ساده کړې وې، خو د اسلامي د امارت دوره، له یو کال څخه په کمه موده کې ۳۶۴ پروسې ساده شوي.
 
هغه څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې یوازې د لوړو زده کړو وزارت ۲۱۴ پروسې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو وزارت ۱۳۹ پروسې ساده کړي دي.
 
د پروسو د ساده کولو جرئت د خلکو، دولتي ادارو، اسلامي امارت لپاره ګټور بولي او په دفتر کې د کارونو د چټک پرمختګ لامل ګڼي او زیاتوي، چې هڅه کوي د نورو پروسو هم ساده کړي.
 
هغه زیاته کړه: په تیرو وختونو کې فساد د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ریاست کې د کار خنډ ګرځیدلی، خو د اسلامي امارت په تسلط سره د اسلامي امارت ټول مامورین کار ته لیواله دي.
 
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي حافظ محمد حسیب وویل، چې دوی د ۱۱ څانګو او پوهنتونونو لپاره د پروسې ساده کولو پلان جوړ کړی، چې د عملي کېدو په حال کې دی.
 
هغه څرګنده کړه چې ساده کول په اسلام کې اصول دي او څومره چې په دولتي ادارو کې ساده کول په حقیقت کې له اسلامي اصولو سره نږدې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دولتي ادارو کې د پروسو اوږدوالي خلکو او دولتي کارکوونکو ته ګڼې ستونزې پيدا کړې او له همدې امله ډېری خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره څو ورځې همدې دفترونو ته ورځي.
 


د مطلب کود: 267176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267176/د-اداري-اصلاحاتو-او-ملکي-خدمتونو-ادارې-په-څه-کم-یوه-کال-کې-۳۶۴-پروسې-ساده-کړي

آوا
  https://www.avapress.com