دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 267177
د فراه ولایت په عوایدو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی
د فراه ولايت د عوايدو رئيس وايي، سږ کال د دغه رياست عوايد ۲۵ سلنه زيات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د عوایدو رئیس ملا حزب الله عادل وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۴۶۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې دې رياست تېر کال ٣٤٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي وو.
 
ملا عادل څرګنده کړه: سږ کال د دغه رياست په عوايدو کې ٢٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.
 
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې له هرات، بلخ او فارياب وروسته فراه د عوايدو د راټولولو په برخه کې څلورم ولايت دى.
 
د فراه ولايت د عوايدو رئيس مستوفي په دغه ولايت کې د عوايدو د زياتوالي لامل د اداري فساد مخنيوى او د تېرو کلونو په پرتله د دوکانونو د اضافي عوايدو راټولول وبلل.
 
فراه ولایت له ایران سره د سوداګریزې پولې له امله د هېواد د عوایدو له پلوه یو له خورا ګټورو ولایتونو څخه دی. خو د دې ولايت د اوسېدونکو په وينا، د هغو عوايدو له امله چې له دې ولايت څخه ترلاسه کېږي، بيارغونې ته يې ډېره پاملرنه نه ده شوې.
 
https://avapress.com/vdcfeed0ew6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته