کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان د والي د مرستیال زوی له دندې ګوښه شو

29 حوت 1401 ساعت 11:14

په دولتي ادارو کې د اسلامي امارت د مسؤلینو د زامنو او خپلوانو د لیرې کولو په اړه د اسلامي امارت د رهبري هیئت د فرمان وروسته د جوزجان مرستیال والي مولوي ګل محمد سلیم خپل زوی له دندې لیرې کړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د یکشنبې په ورځ (کب ۲۷) د یو حکم په ترڅ کې د هغو چارواکو زامن چې د خپلو پلرونو تر چتر لاندې په دولتي ادارو کې ګمارل شوي وو، منفق کړي.
 
د اسلامي امارت د رهبرۍ په فرمان کې راغلي چې د وزارتونو او خپلواکو ادارو مسوولین دې د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ د خلکو له ګومارلو ډډه وکړي.
 
باختر لیکي؛ د جوزجان د مرستیال والي زوی د دغه ولایت په امنیه قوماندانۍ کې په امنیتي پوسته کې کار کاوه.
 
په تېر حکومت کې په دولتي بستونو کې د آزادې سیالۍ له لارې ګومارل کېدل.
 
د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته تر اوسه د دولتي بستونو په تشو بستونو کې د مامور د ګمارلو لپاره د ملکي خدمتونو اجتماعي ازموینه نه ده اخیستل شوې.
 


د مطلب کود: 267181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267181/د-جوزجان-والي-مرستیال-زوی-له-دندې-ګوښه-شو

آوا
  https://www.avapress.com