کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملا هبت الله اخندزاده نوی فرمان؛

د اسلامي امارت مسؤلین نشي کولای د وزارتونو په تدارکاتو داوطلبۍ کې ګډون وکړي!

29 حوت 1401 ساعت 15:30

د اسلامي امارت د رهبرۍ په یو بل نوي او مهم فرمان کې راغلي چې د تدارکاتو او نورو قراردادونو د شفافیت د تامین په خاطر دولتي مامورین نشي کولای د وزارتونو په تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.


آوا - کابل: د دغه فرمان په یوه کاپي کې چې آوا خبري آژانس ته رسېدلې، ملا هبت الله اخندزاده امر کړی: دولتي مامورین نشي کولای په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د توکو، خدماتو او قراردادونو په تدارکاتو کې د رضاکارانو په توګه ونډه واخلي.
 
د دغه فرمان په دوام کې راغلي دي: هغه خصوصي شرکتونه چې په هغو کې دولتي چارواکي دخیل یا مسؤل دي هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د حکم تابع دي او دغه فرمان د تصویب له نیټې څخه نافذ دی او کیدای شي په رسمي جریده کې خپور شوی.
 
په تیرو څو ورځو کې د اسلامي امارت د رهبر له لوري د دوو مهمو فرمانونو د صادریدو شاهدان یو. د یوه فرمان له مخې د هغو چارواکو زامن چې د خپلو پلرونو تر چتر لاندې یې په بېلابېلو دولتي بستونو کې کار کاوه له دندو ګوښه کړل. په یوه بل فرمان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له فرمان وروسته په ټول افغانستان کې د چرسو پر کښت هم بندیز لګول شوی دی.
 
دغه فرمانونه په دولتي ادارو کې د روڼتیا په رامنځته کولو او له فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د بیارغونې په بېلابېلو پروژو کې اغېزمن رول لري او له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
 


د مطلب کود: 267195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267195/د-اسلامي-امارت-مسؤلین-نشي-کولای-وزارتونو-په-تدارکاتو-داوطلبۍ-کې-ګډون-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com