کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

29 حوت 1401 ساعت 15:35

په مزارشريف ښار کې د هېواد د اوو ولايتونو د کورنيو توليداتو نندارتون د درېيو ورځو لپاره پرانيستل شو. په دغه نندارتون کې په ۱۰۰ غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.


آوا - مزارشریف: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په همغږي د کاپیسا بست ښارګوټي په نوښت د مزارشریف سینما په لوبغالي کې نن (دوشنبه، کب ۲۹) نندارتون پرانیستل شو.
 
د دغه نندارتون د جوړولو مسوول احمد فرید نادري له آوا سره په خبرو کې وویل چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه یې د صنعت کارانو هڅونه او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې نندارتون کې د هېواد د اوو ولايتونو د خوراکي توکو، لبنياتو، جامو، سختغالي او لاسي صنايعو په ګډون د کورنيو توليداتو نږدې سل غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس یونس مومند هم د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: د یوه هیواد د صنعت وده د هغه هیواد په اقتصاد پورې تړلې ده او د افغانستان اسلامي امارت په دې لټه کې دی چې د صنعت په برخه کې د هېواد صنعتکارانو ته فرصتونه برابر شي ترڅو د هېواد صنعت د سوکالۍ په لور لاړ شي.
 
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد له ټولو صنعتکارانو ملاتړ کوي څو افغانستان د صنعت په ډګر کې بې ساري وده وکړي.
 
په همدې حال کې په دغه نندارتون کې صنعتکارانو د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د هېواد د صنعتکارانو سوداګرۍ ته ډېره پاملرنه وکړي او د هغوی ملاتړ وکړي تر څو ټول صنعتکاران په هېواد کې پانګونه وکړي.
 
ویل شوي، چې دغه نندارتون به درې ورځې د عامو خلکو پر مخ پرانیستی وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې هم د کورنیو تولیداتو ورته نندارتون جوړ شوی و.
 


د مطلب کود: 267196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267196/په-مزارشریف-کې-د-کورنیو-تولیداتو-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com