کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر عبدالواسع له شیعه شخصیتونو سره په کتنه کې:

حکومت هڅه کوي چې ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کړي

1 حمل 1402 ساعت 11:11

د رئیس الوزرا د دفتر رييس ډاکتر عبدالواسع په کابل کې له يو شمېر شيعه شخصيتونو سره په کتنه کې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قرباني ورکړې ده او وويل: حکومت پرته له دې چې قومي، سمتي او سياسي مسايل په پام کې ونيسي، هڅه کوي چې په يوه ژبه ټولو خلکو ته يو شان خدمات وړاندې کړي.


آوا - کابل: د  رئیس الوزرا د دفتر رئیس له یو شمېر شیعه مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د هېواد ابادي او پرمختګ د افغانستان د ټولو خلکو او اسلامي امارت مسوولیت لری چې کار أهل کار ته وسپاري.
 
د رئيس الوزرا د دفتر د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي: ډاکټر عبدالواسع په ارګ کې له یو شمېر شیعه مشرانو سره کتلي دي.
 
په دې کتنه کې مولوي حافظ ذاکرالله د دوى په استازيتوب د شيعه ګانو د ستونزو د حل لپاره د کميسيون د جوړولو او اهميت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کميسيون د شيعه ګانو يو شمېر ستونزې حل کړې دي او د شيعه ګانو د ستونزو د هواري لپاره چمتو دى.
 
په دغه کتنه کښې محمد علي اخلاق له شيعه مشرانو سره د خبرو په ترڅ کښې د امنيت، د بهرني کلتور د ختمولو او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د اوسنيو هلو ځلو په اړه خپل رضايت څرګند کړ.

د رئیس الوزرا د دفتر رييس ډاکتر عبدالواسع وويل: په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام د تاسيس لپاره قرباني ورکړې ده.
 
هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د قوم، موقف او ژبې له توپیر پرته ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کړو.
 
د رئیس الوزرا  د دفتر رئیس په خپلو وروستیو خبرو کې ژمنه وکړه چې د شیعه ګانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکوي.
 
په همدې حال کې د شنبې په ورځ د شیعه شخصیتونو یوې ډلې د رئیس الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل او په اړوندو مسایلو یې نظرونه تبادله کړل.


د مطلب کود: 267213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267213/حکومت-هڅه-کوي-چې-ټولو-خلکو-ته-یو-شان-خدمات-وړاندې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com