کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار محصلین په ستاينليکونو وستايل شو

1 حمل 1402 ساعت 11:25

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د دوشنبې په ورځ (کب ۲۸) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت په سلګونو تکړه محصلين چې په پوهنتونونو، انستيتوتونو او خصوصي او دولتي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي وستايل.


آوا - کندهار: د کندهار ولایت د ممتازو محصلینو د ستاینلیکونو پروګرام د دغه ولایت د مرستیال والي مولوي حیات الله محب، د دغه ولایت د علمي او فرهنګي مسؤلینو او د هغوی د کورنیو په حضور کې ترسره شو.
 
په دې مراسمو کې دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نوراحمد سعيد وويل : د وياړ ځاى دى چې داسلامي امارت په تاسيس سره دکندهار ولايت محصلين دلومړي ځل لپاره ستایل کیږي.
 
هغه د دا ډول پروګرامونو ترسره کول اړین وګڼل او ویې ویل: راځئ چې د دې نظام ساتنه وکړو، زده کړو ته دوام ورکړو، پوهه زیاته کړو، د وخت او مطالعې په ارزښت پوه شو.
 
د کندهار مرستيال والي مولوي حيات الله محب هم د دغه ولايت د ښوونيزو مرکزونو د محصلينو او ممتازو محصلينو او ښوونکو او مسوولينو ته مبارکي وويله او ويې ويل: موږ په خپلو ځوانانو وياړو چې دغه مظلوم هېواد ته وياړونه راوړي. دا هغه ځوانان دي چې زموږ تاریخ یې ژوندی ساتلی او موږ هڅه کوو چې په دې پروګرامونو کې برخه واخلو او زده کوونکي وهڅوو.
 
هغه زیاته کړه، د دې مظلوم هېواد زخمونه تداوۍ ته اړتیا لري او ځوانان کولای شي چې د دې ملت دردونه او زخمونه مرموز کړي.
 
د کندهار مرستيال والي له ځوانانو وغوښتل چي له خپل قلم او سالم فکر او مطالعې څخه ښه استفاده وکړي او راتلونکي نسل ته په ښو او علمي افکارو سمبال کړي.
 
دغه راز په دې مراسمو کې د کندهار د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي او نورو سیمه ییزو چارواکو هم د زده کوونکو او ممتازو زده کوونکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره ټولو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.


د مطلب کود: 267215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267215/د-کندهار-محصلین-په-ستاينليکونو-وستايل-شو

آوا
  https://www.avapress.com