کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېرې شپې زلزلې درې تنه مړه او ۴۷ نور ټپیان کړل

2 حمل 1402 ساعت 12:09

روغتیايي چارواکي وايي، په هېواد کې د تېرې شنبې ورځې زلزلې له امله درې کسان مړه او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې زلزلې په تخار او لغمان کې درې تنه وژلی او ۴۷ نور یې ټپیان کړی دی.
 
د تخار د عامې روغتیا رئیس عبدالقهار احمدي هم آوا ته وویل، چې په دغه ولایت کې وژل شوي او ټپیان د فرخار او کلفګان ولسوالیو څخه دي.
 
د هغه په ​​وينا، په دغه ولايت کې يو شمېر زده کوونکو د ليليې له لوړو پوړونو څخه د ځانونو د غورځولو له امله لاسونه او پښې ماتې کړې دي.
 
دغه راز په تخار کې هم د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي، چې تر اوسه يې کره شمېره نه ده معلومه.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ریښتر په کچه د ۶،۵ درجې تر یوې سختې زلزلې وروسته چې مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ وه او افغانستان او شاوخوا هېوادونه یې ولړزول، د اسلامي امارت مجاهدینو روغتیايي مرکزونه، ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ولیږلې. په ټول هیواد کې د ټپیانو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړ. له نېکه مرغه په ​​افغانستان کې دننه یې تلفات کم دي.


د مطلب کود: 267239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267239/د-تېرې-شپې-زلزلې-درې-تنه-مړه-او-۴۷-نور-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com