د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله رحیموف او ورسره راغلي پلاوي سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت پرون چهارشنبه د حمل ٢مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په دې کتنه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو، امنیت او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې. دغه وزارت اعلان کړی، چې عبدالعزیز کاملوف له افغانستان سره په امنیتي، اقتصاد، سیاست او نورو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.