کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر کال کې په کابل کې د ۱۹۲۰ جرمونو په تور نږدې درې زره کسان نیول شوي دي

3 حمل 1402 ساعت 11:31

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، په تېر یوه کال کې په کابل کې د ځان وژنې، اختلاس، خیانت، د موټر او موټرسایکل د غلا، جنسي تیري، د نشه يي توکو د قاچاق او نورو جرمونو ۱۹۲۰ پېښې په کابل کې رامنځ ته شوي، چې ۱۵۶ یې قتلونه دئ، ۱۹۶۹ کسان نیول شوي دي.


آوا - کابل: خالد ځدراڼ چې پرون چهارشنبه د حمل ۲مه، په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، یادونه وکړه چې په تېر یوه کال کې د دغو جرمونو په تړاو ۲۳۲ کسان د قتل په تور، ۹۰۱ تنه د غلا په تور او ۱۸۳۶ تنه په نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، د دغو کسانو نیول په تېر کال کې په کابل کې د اسلامي امارت د امنیه قوماندانۍ له لاسته راوړنو څخه وو او نیول شوي کسان یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې تېر کال ۱۶۶۸۵ تنه د بېلابېلو جنايي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.


د مطلب کود: 267266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267266/په-تېر-کال-کې-کابل-د-۱۹۲۰-جرمونو-تور-نږدې-درې-زره-کسان-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com