کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د لاسي بم د چاودنې له امله اووه ماشومان مړه او ټپيان شول

3 حمل 1402 ساعت 11:37

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د تېرو جګړو څخه پاتي شوي یوه لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزار شریف: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معیز الدین احمدی وایی، چې دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، حمل ٢) د دغه ولایت د تګاب کشم ولسوالۍ په شهیدکان کلي کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو شمېر ماشومان د اوسپنې د پلورلو لپاره لاسي بمونه لېږدول، چې د ماشومانو د راټولېدو په ځاى کې پرې چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د تېرو جګړو له امله پاتې شوي ماينونه تل ماشومان د ناپوهۍ او له وسلو سره د نه بلدتيا له امله وژني.


د مطلب کود: 267268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267268/په-بدخشان-کې-د-لاسي-بم-چاودنې-له-امله-اووه-ماشومان-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com