کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بانک پخوانی رییس د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال شو

4 حمل 1402 ساعت 12:17

د اسلامي امارت ویاند پرون (پنجشنبه، حمل ۳) په خپل ټویټر کې نوې ګمارنې اعلان کړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د افغانستان د مرکزي بانک پخوانی رئیس عبدالقهار ادریس د انرژۍ او اوبو وزارت د معین په توګه د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
 
ښاغلي مجاهد لیکلي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې پخوانی مرستیال شرف الدین مسلم د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
 
ښاغلي مجاهد په دې وروستیو کې پر خپل ټویټر لیکلي چې د مالیې وزارت پخوانی رئیس هدایت الله بدري د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 267281

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267281/د-مرکزي-بانک-پخوانی-رییس-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-مرستیال-شو

آوا
  https://www.avapress.com