دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 267281
د مرکزي بانک پخوانی رییس د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال شو
د اسلامي امارت ویاند پرون (پنجشنبه، حمل ۳) په خپل ټویټر کې نوې ګمارنې اعلان کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د افغانستان د مرکزي بانک پخوانی رئیس عبدالقهار ادریس د انرژۍ او اوبو وزارت د معین په توګه د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
 
ښاغلي مجاهد لیکلي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې پخوانی مرستیال شرف الدین مسلم د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
 
ښاغلي مجاهد په دې وروستیو کې پر خپل ټویټر لیکلي چې د مالیې وزارت پخوانی رئیس هدایت الله بدري د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
https://avapress.com/vdcbwzb58rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته