دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 267286
په غزني کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله شپږ ماشومان مړه او ټپيان شول
د غزني سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله د یوه ماشوم د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست منصور افغان وايي، چې تېره ورځ مازدیګر مهال ۳ ماشومانو د کور دننه له بهر څخه د هاوان مرمۍ ولګېد. د لوبې په جریان کې د هاوان مرمۍ چاودنه شوې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
 
ښاغلی افغان وايي چې دا پېښه په "چهارده" کلي کې شوې او ټپي ماشومان د دې ولسوالۍ کوچیان دي.
 
د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ځينو سيمو کې د جګړو له کلونو راهيسې پاتې شوي ځمکني ماينونه او چاودېدونکي توکي لا هم قرباني ورکوي او هر کال لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
https://avapress.com/vdcg7u9x3ak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته