کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې وروستی طبیعي پېښي ۸۰ تنه مړه او ټپیان کړي دي

6 حمل 1402 ساعت 9:30

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په هېواد کې د طبیعي پېښو (زلزلې، واورو او بارانونو) له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمی وایی، په هېواد کې د تېرو دوو ورځو بارانونو او واورو ورېدو له امله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوی دی.
 
د ښاغلي رحیمي په وینا په وروستۍ زلزله کې ۷۵۶ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاتوي، چې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په دې پېښه کې ۶۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
 
په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد شمال ختيځ او مرکزي سيمې د دوو طبيعي پېښو (زلزلې او واورې ښويېدنې) شاهد یو.
 


د مطلب کود: 267352

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267352/په-هېواد-کې-وروستی-طبیعي-پېښي-۸۰-تنه-مړه-او-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com