دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 267352
په هېواد کې وروستی طبیعي پېښي ۸۰ تنه مړه او ټپیان کړي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په هېواد کې د طبیعي پېښو (زلزلې، واورو او بارانونو) له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمی وایی، په هېواد کې د تېرو دوو ورځو بارانونو او واورو ورېدو له امله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوی دی.
 
د ښاغلي رحیمي په وینا په وروستۍ زلزله کې ۷۵۶ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاتوي، چې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په دې پېښه کې ۶۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
 
په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد شمال ختيځ او مرکزي سيمې د دوو طبيعي پېښو (زلزلې او واورې ښويېدنې) شاهد یو.
 
https://avapress.com/vdcam0nuu49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته