دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 267354
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د بې ځایه شویو د راستنیدو لپاره نوی پلان جوړ کړی دی
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د ستونزو د هواري لپاره د نوي پلان د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلی حقانی وایی چې په ۱۴۰۲ کال کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لپاره یو پلان جوړ شوی چې پر اساس به یې راستنېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شی.
 
هغه وویل، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې په ۱۴۰۲ کال کې راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
 
حقاني فراه ته د خپل سفر د هدف په اړه هم وويل: دا سفر د فراه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د رياست او د دغه ولايت د خلکو د ستونزو، اړتياوو او ننګونو د هر اړخيزې څېړنې په موخه دى.
 
ده زياته کړه: د فراه خلک د وچکالۍ او د وروستۍ سړې څپې له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او بايد خيريه موسسې او نړيوالې مرستندويه موسسې له دوى سره مرسته وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد كې د سلګونو زرو كډوالو ترڅنګ په هېواد كې په زرګونو داخلي بې ځايه شوي كسان هم شته، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
 
https://avapress.com/vdccpmqi02bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته