کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنځو هېوادونو د نورستان د لیتیم د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

6 حمل 1402 ساعت 9:54

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د امریکا متحده ایالاتو، چین، قطر، متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډون پنځو هېوادونو په نورستان کې د لیتیم په کان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا: د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس رشید وایی، جاپان، امریکا، چین، قطر او متحده عربی امارات د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چې پانګونې ته لیواله دی.
 
ښاغلي رشید زیاته کړه: په نړیواله کچه د لیتیم کان کیندنې ته ډېره لېوالتیا شته، پنځو هېوادونو له اسلامي امارت سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې پانګونې ته چمتو دي.
 
آریانا نیوز د حکومتي چارواکو له خولې ویلي، چې په هېواد کې د اقتصادي خودکفايي لپاره لوړ ظرفیتونه شته او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
 
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې که د هېواد د کانونو استخراج او پروسس په افغانستان کې ترسره شي، ښايي افغانستان ډېر ژر له اقتصادي بحران څخه ووځي.
 
د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ په دې اړه وايي:«د افغانستان په کانونو کې د میلیاردونو ډالرو ظرفیت شته، چې باید پانګونه وشي، احصایې باید کره وي، سیمې باید مشخصې شي، په کومو برخو کې موږ په کوم ډول کانونه لرو.
 
له بلې خوا د خصوصي سکتور غړو هم ټینګار کړی، چې هڅه کوي د کانونو په برخه کې له بهرنیو پانګوالو سره په ګډه او انفرادي توګه پانګونه وکړي.
 
افغانستان د کانونو په برخه کې یو له بډایه هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې تر اوسه یې کانونه نه دي استخراج شوي او نه ترې کار اخیستل کېږي.
 


د مطلب کود: 267357

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267357/پنځو-هېوادونو-د-نورستان-لیتیم-استخراج-په-برخه-کې-پانګونې-ته-لېوالتیا-ښودلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com