دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 267362
د اسلامي امارت مشر د هلمند او کندهار د ولایتونو له زندانونو څخه د ۷۰ تنو بندیانو د خلاصون امر وکړ
د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د کندهار او هلمند ولایتونو له زندانونو څخه د ۷۰ تنو بندیانو د خلاصون امر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې په خوشې شویو بندیانو کې ۵۶ تنه د هلمند له محبس او ۱۴ تنه نور د کندهار له محبس څخه شامل دي.
 
د سوېل لوېدیځې حوزې د نظامي محکمې مسوولین وايي، چې دغه خوشې شوي بندیان د اسلامي امارت له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، د غیر قانوني وسلو د ګرځولو، اخلاقي فساد او نورو جنايي جرمونو په تور نیول شوي وو او د پاتې نورو حبس د حکم له مخې معاف شوي دي.
 
د جنوب لوېدیځ زون د نظامي محکمې رئیس غلام رسول احساني وویل: د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د اسلامي امارت مشر (بندیان) بخښلي دي.
 
ښاغلي احساني همدا راز له بندیانو څخه وغوښتل چې په داسې کړنو لاس پورې نه کړي چې په ټولنه کې د انحراف او فساد لامل شي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې د روژې د مبارکې مياشتې له رارسيدو سره د بېلابېلو قضايي ارګانونو له خوا د آزاد هېواد له زندانونو څخه په لسګونو نور بنديان خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
 
په هېواد کې هر کال د روژې، لوى اختر او قربانۍ په ورځو کې يو شمېر بنديان بخښل کېږي او له بنده خوشې کېږي.
 
https://avapress.com/vdcb0zb55rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته