دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 267366
په پروان کې د وروستۍ زلزلې له امله څه باندې ۱۶۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي
په پروان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د وروستۍ زلزلې له امله د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۶۷ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د پیښو د مسئول رفیع احمد ارام په وینا، د دغه ولایت په سید خیلو ولسوالۍ کې ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوی دی.
 
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.
 
د تېرې اوونۍ د سه شنبې په شپه یوې نسبتاً زورورې زلزلې د کابل په ګډون د هېواد ځینې شمال او شمال ختیځ ولایتونه ولړزول. دا زلزله په پاکستان او هند کې هم احساس شوې ده.
 
د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی چې د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، چې شدت یې ریښتر ۶،۵ درجې او ژوروالی یې له ځمکې ۱۸۷ کیلومتره و.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو چې په دې زلزله کې په څو ولایتونو کې شاوخوا ۶۶۵ د استوګنې کورونه زیانمن شوي او یا هم ویجاړ شوي دي.
 
دعراق چارواکي دا هم وايي چې په دې پيښه کې لږ ترلږه لس کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfved0vw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته