_DOC_BLOCK}'; ?> پاکستان: موږ د اسلامي امارت سره تماس لرو چې د ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي | آوا
دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 267369
پاکستان: موږ د اسلامي امارت سره تماس لرو چې د "ترهګرو ډلو" پټنځایونه له منځه یوسي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دغه هیواد په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په اړه له اسلامي امارت سره په تماس کې دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ممتاز بلوچ، د حمل په ۵ مه په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ امنیتي ادارې په تماس کې دي. زموږ د دفاع وزیر په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او پر ټولو مسایلو یې خبرې کړې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې پاکستان د اسلامي امارت له چارواکو تمه لري چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
 
ممتاز بلوچ زیاته کړې ده چې د اسلامي امارت چارواکي باید دا یقیني کړي چې د ترهګرو ډلو ګواښ د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې نه دی.
 
په وروستیو میاشتو کې پاکستان د خپلو امنیتي ځواکونو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له څپو سره مخامخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciqyar3t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته