کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې لسګونه شنې خونې پرانیستل شوې، د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوه

6 حمل 1402 ساعت 10:55

د کندز د کرنې ریاست چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۸۵ شنې خونې د پرانیستلو خبر ورکړ.


آوا - مزار شریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن نن یکشنبه د حمل ۶مه وویل چې دغه شنې خونې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د پلې عسقلان د یوه سوداګر له خوا جوړې شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دغو شنو خونو په جوړېدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
حسن زياته کړه چې دکندز دکرنې رياست څه دپاسه زر جريبه ځمکه سوداګرو او دکرنې مينه والو ته برابره کړې ده چې د شنو خونو په جوړولو او د هندواڼو او سبزيجاتو په کرلو کې ترې ګټه واخلي.
 
د کندز د کرنې د رييس په وينا، په دغو شنو خونو کې يوازې روميان او بادرنګ کرل کېږي او په بازار کې پلورلو ته چمتو دي.
 
د یادولو وړ ده؛ کندوز د هېواد په شمال ختیځ کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د ښه اقلیم له امله په شمال کې تر ټولو زیات کرنیز محصولات تولیدوي.
 


د مطلب کود: 267370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267370/په-کندز-کې-لسګونه-شنې-خونې-پرانیستل-شوې-د-سلګونو-کسانو-لپاره-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com