دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 267370
په کندز کې لسګونه شنې خونې پرانیستل شوې، د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوه
د کندز د کرنې ریاست چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۸۵ شنې خونې د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن نن یکشنبه د حمل ۶مه وویل چې دغه شنې خونې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د پلې عسقلان د یوه سوداګر له خوا جوړې شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دغو شنو خونو په جوړېدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
حسن زياته کړه چې دکندز دکرنې رياست څه دپاسه زر جريبه ځمکه سوداګرو او دکرنې مينه والو ته برابره کړې ده چې د شنو خونو په جوړولو او د هندواڼو او سبزيجاتو په کرلو کې ترې ګټه واخلي.
 
د کندز د کرنې د رييس په وينا، په دغو شنو خونو کې يوازې روميان او بادرنګ کرل کېږي او په بازار کې پلورلو ته چمتو دي.
 
د یادولو وړ ده؛ کندوز د هېواد په شمال ختیځ کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د ښه اقلیم له امله په شمال کې تر ټولو زیات کرنیز محصولات تولیدوي.
 
https://avapress.com/vdca00nuw49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته