کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغاني سرې میاشتې: ۵۰ ناروغ ماشومان له جرمني څخه تر درملنې وروسته کابل ته راستانه شوي

6 حمل 1402 ساعت 10:59

د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې ۵۰ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو، تېر کال د افغاني سرې میاشتې له خوا جرمني ته استول شوي وو، تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ټویټر کې د دغو ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې د دغو ماشومانو له ډلې څخه ۵۰ تنه چې د هډوکو په سخته سوځیدنه او یا د هډوکو په ناروغۍ اخته وو تیر کال آلمان ته استول شوي وو او له درملنې وروسته بیرته راستانه شوي دي.
 
د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر مولوي مطيع الحق خالص د دغو ماشومانو د کاملې روغتيا د راستنېدو له امله د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا د جرمني د سولې کلي انسټيټيوټ په همکارۍ ٨٥ ماشومان په سوځېدلو او نورو ناروغيو د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول.
 


د مطلب کود: 267371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267371/افغاني-سرې-میاشتې-۵۰-ناروغ-ماشومان-له-جرمني-څخه-تر-درملنې-وروسته-کابل-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com